آرشیف-English-پښتو-پارسی-دری

لټون

کره کتنه

--

 
 
 
 
 
--------

شاعر او لیکوال نصرالله حافظ

لیکوال : صفي الله عمرخیل

11:12:2011

دهیواد پیاوړی شاعر اولیکوال نصرالله حافظ له نن څخه ۸۰ کاله وړاندې دننګرهار ولایت په چپرهار ولسوالۍ کې سترګې نړۍ ته وغړولې ، لومړنې زده کړې یې په همدې ولسوالۍ کې ترسره اونورې زده کړیی په کابل کې بشپړې کړې.

استاد نصرالله حافظ پنځه پنځوس کاله دافغانستان په راډیو کې دپښتوادبیاتو په برخه کې خدمت وکړ، ده شعرونه کیسې ، اوپه بیلابیلو برخوکې دلیکنوترڅنګ ډیرنکلونه له فارسي څخه پشتوته ژباړلي ،نصرالله حافظ په لسګونو چاپ اوناچاپه اثارلري چې ددغو اثاروله جملۍ څخه ېې دنغموکاروان ، دشمشادهسکې څوکې ، ستادچم ګلونه، سهارنۍ نذرنې، دحق پتنګان، داتم ټولګي تاریخ ، مات ستوري ، ځینې هغه اثار دی چې چاپ شوي دی،ده په بیلابیلو موضوعاتولیکنې کړي اودامهال کابو۲۶ ناچاپه اثارلري.

دهیواد نامتوشاعر اولیکوال نصرالله حافظ دژوند هرې شبیې ته شعرويلي، ده په شعرونو کې دخپل ژوند تجربې راوړي، شعرونه په ساده ژبه دی اوهرڅوک ورباندې پوهیږي، ددې ترڅنګ د ده په شعرونوکې دخلکوژوند او روان حالات ښه انځورشوي دی. استادنصرالله حافظ دشعر په ډګرکې له نظم څخه پیل کړي،تاترې ده دنظمونو ټولګه ده چې ورکې دده ښکلي نظمونه راټول شوي،ده دفورم له پلوه دشعر پخوانیو شعري چوکاټونوزیاته پاملرنه کړي، په خپلو شعرونو کې یې ولسي ژبه کارولې اوپه ډیرهنرېې ورکې دژوند هرې برخې ته اشاره کړې، دده په شعرونو کې دهیواد دردونکوشیبوانځورونه ترسترګوکیږي.

دې وایي

تاسې که جامونه په سرواړول

موږه هم غمونه په سرواړول

تاسې سره ګلونه کړل کتارپه سر

موږه سره اورونه په سرواړول

وګورۍ قوت دمینتوب زموږ

څنګه مولوی غرونه په سرواړول

څله موطبیبه دلاس رګ نیسې

اوس خومودردونه په سرواړول

داستاد نصرالله حافظ په شعرونو کې په زړه پورې موسیقي اوروان تیادده دشعرونویوه بله ځانګړنه ده.

دحافظ په غزلونوکې ښکليو ترکیبونو، استعارو او تشبیه ګانو دده شاعري لاښکلې کړې، اوهرشعرېې له ځان سره ځانګړۍ پیغام لیږدوي.

دشومه دم انګازې، دحق پتنګان، سهارنۍ نزارنې، ازهر چمن سمنې زرغون ټال، دادب وګمې، هنر اوژوند، څپې، دنکریزوپاڼه، دطاوس بڼکه، دمعرفت سمونه، دنیسان غږ او داسې نورو په زړه پورې خپرونه ته لیکنې کړي اوله دغې لارې ېې دادب دمینه والو تنده ماته کړې.

داستاد نصرالله حافظ دشعرونوپه اړه ګن شمیر لیکوالانو مقالې لیکلي اوهغه ېې دمعاصرې دورې یومخکښ شاعربللی.

راشه چې ډکې پیمانې واخلو

بلاپه سردمیخانې واخلو،

شوبه جرګه دمیکدې په نغري

غچ به له تیرې زمانې واخلو

ساقي راواړه دسترګوکاسې

چې یوڅه کیف دیارانې واخلو

لږمودزړه په دریاب ګوتې کیږده

چې خوند دعشق له ترانې واخلو

که نوردشمعې په رڼاپسې ځي

موږبه ایرې دپروانې واخلو

دهیواپیاوړي شاعر اولیکوال نصرالله حافظ دشعر اوادب په بیلابیلو برخوکې په لسګونو کتابونه لیکلي، اوپه دغه برخه کې ېې سترې جایزې هم ترلاسه کړي دمینې ډیوې دښاغلي نصرالله حافظه هغه اثردی چې په ۱۳۳۱ کال کې ېې د رحمان بابا ادبي جایزه وګټله ،دننګ په نوم دحافظ یوبل اثردی چې په ۱۳۴۳ کال کې ورته ادبي جایزه ورکړل شوه. همدارنګه دسباون نغمې او دشاعر مرګ دښاغلي حافظ هغه دوه اثار دی چې په ۱۳۴۰ او۱۳۷۵کلونوکې ېې ادبي جایزې ګټلي دی.

هغه حافظ چې په ښکلي غږکې به یی ښکلي شعرونه دکلمه کول اوډیرمینه وال ېې درلودل،اوس نه یواځې دا چې شعرنه شی ويلي بلکې دخپل ځان لپاره یوګلاس به هم په اشاره غواړې ، نصرالله حافظ چې دپښتوادبیاتوپه برخه کې څه باندې نیمه پیړۍ خدمت اوکړ دا مهال د ډیرو له سترګوڅخه پنا ، اوله یاد څخه ویستل شوي.

موږ په ژوند دچادخدمتونویادونه اوستاینه نه کوو، خوله مرګ ورسته یې په مزار دیاد ډیوې بلوو، دخدمتونو ستاینه ېې کوو اواتل یې بولو.

موږ په دې هیله چې استاد نصرالله حافظ ووینو اوله نږدې خبرې ورسره وکړو د حافظ کورته ورغلو، استاد نصرالله حافظ مولید اودلیدوهیله موپوره شوه ،خو له حافظ صاحب سره موخبرې ونه شوې کولاې ، داځکله چې استادنصرالله حافظ اوس دخبروکولوتوان له لاسه ورکړی، هغه حافظ چې په خپل ښکلي غږکې به یې ښکلي شعرونه ویل، په زړه پورې خپرونې به یې وړاندې کولاې او مشاعرې به پرې ښکلې وې اوس له دې ټولو عاجز دی.

له نصرالله حافظ څخه مې وغوښتل چې درنواوریدونکوته یوڅه ووایې، ده په خپل ټول قوت سره یواځې دومره راته وویل، (خبرې نه شم کولای، کنه مابه ډیرې خبرې کړې وې، تاسې ته به مې شعرویلی ؤ)

داستاد نصرالله حافظ په زړه کې به ډیرې خبرې وې خواوس ېې دغه توان نه درلود چې دزړه ټولې خبرې راته وکړي.