د پاکستان د بهرنیو چارو وزیرې له افغان چارواکو سره د خبرو اترو په موخه نن کابل ته سفر وکړ.
د جمهوري ریاست د ارګ ماڼۍ نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د پاکستان د بهرنیو چارو وزیرې حنا رباني کهُر له جمهور رئیس حامد کرزي سره د لیدنې پر مهال ژمنه وکړه چې هیوادبه یې له افغانستان سره د سولې په خبرو اترو کې همکاري وکړي.
خبرپاڼه زیاتوي، جمهور رئیس کرزي د افغانستان د سولې په بهیر کې د پاکستان ونډه اغیزمنه وبلله.
د سیاسي چارو ځینو شنونکو، هیوادته د پاکستان د بهرنیو چارو وزیرې د سفر اصلی موخه د افغانستان د سولې په خبرو اترو په ځانګړی توګه په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر په پرانیستلو کې د پاکستان ګډون بللی دي.
په همدې حال کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت چارواکو د سولې په خبرو اترو او په قطر کې د طالبانو د دفتر په پرانیستلو کې د پاکستان د ګډون په اړه مخامخ اشاره نه ده کړي، خو زیاته یې کړي یې ده چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ له دوستي او همکاري پرته بله لار نشته او دواړه هیوادونه له ناامنیو او نړیوالۍ ترهګری نه کړیږي، او په همدې سبب، اړینه ده چې پاکستان د افغانستان د سولې په بهیر کې صادقانه همکاري او په دې لارکې کوټلي ګامونه او چت کړي.