ناټو ځواکونو په افغانستان کې د ملکي وګړو د تلفاتو په اړه د خواشینې د څرګندولو په خواکې ویلي، له دې سره سره چې د طالبانو مشر ملکي وګړوته د زیان نه اړولو په اړه خپلو لارویانوته لارښوونه کړي، خو لاهم یاغیان د ملکي وګړو وژلو ته دوام ورکړي.
د ناټو ځواکونو ویاند جنرال کارستن جکوپسن نن په کابل کې خبریالانو ته وویل، په افغانستان کې ځای پر ځای نړیوال ځواکونه به هڅه وکړي ترڅو؛ د ملکي وګړو د تلفاتو مخنیوي وکړي.
ښاغلي جکوپسن زیاته کړي، د طالبانو مشر ملا محمد عمر شاو خواه ۳ میاشتي مخکې اعلان کړي ؤچې د ملکي تلفاتو مخه به ونیول شي او دغه راز پر خلکویې غږ کړي ؤترڅو؛هغه سیمې پریږدي چې یاغیان ورکې فعالیت اوپه دي توګه ځان خوندي وساتي.
ویاند زیاته کړه، د دغه اعلان له خپریدو یوه ورځ وروسته، یاغیانو خپلو بریدونو ته دوام او د سړکونو پر غاړو د ماینونو په ځای پرځای کولو سره یې د ښځو او ماشومانو په ګډون ملکي وګړوته زیان اړولی دي. دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو لوی قوماندان جنرال جان آلن ویلي ؤچې ددوی په کاری لومړیتوبونو کې د ملکي تلفاتو مخنیوي دي.