آرشیف-English-پښتو-پارسی-دری

لټون

 
 
 
 
 

د ملي بودیجې زیاته برخه دامریکي مرسته ده

 

17:10/01.02.2012

د مالیې وزارت چارواکي وايي، د امریکي متحدو ایالتونو تر اوسه په افغانستان کې څه د پاسه ۳۰ میلیارد ډالر لګولي دي.

ز موږ خبریال رپوټ راکړي، د مالیې وزیر ډاکتر حضرت عمر‌ ذاخیلوال په هغه غونډه کې چې د امریکي د نړیوالۍ پراختیايي اداري د جوړیدو د۵۰ کلیزۍ په ویاړ په کابل کې جوړه شوي وه وویل: امریکا له افغانستان سره د سترو مرستندویه هیوادو په ډله کې دي چې تر اوسه یې په بېلا بېلو برخو کې څه د پاسه ۳۰ میلیارد ډالر لګښت کړي دي.

ښاغلي ذاخیلوال زیاته کړه، امریکي تر اوسه دافغانستان د بیارغاونې له صندوق سره ۱ اعشاریه ۳ میلیارد ډالر مرسته کړي چې د ملي بودیجې له لارې لګول کیږي او ژمنه یې کړي چې یاده مرسته به په روان کال کې ۳۵ او په راتلونکې کال کې ۵۰ سلمې ته لوړه شي.

په همدې موخه دمالیې وزیر او د امریکي د نړیوالۍ پراختیايي اداري د رئیس ترمنځ یوتړون هم لاسلیک شو.

دغه راز په یاده غونډه کې په کابل کې د امریکي سفیر رایان کراکر له افغانستان سره دامریکي د مرستو پر دوام دټینګار په خواکې وویل، امریکا به له ۲۰۱۴ کال نه وروسته هم دغلته کې د سولې د ټینګښت او بیارغاونې په برخو کې خپلو مرستوته دوام ورکړي.