یوه امریکايي پوځي،ددغه هیوادپر پوځ تور لګولې چې دافغانستان د جګړۍ په اړه یې خلکوته غولؤنکي انځور وړاندي کړي دي.
دامریکايي ځواکونوډګرمن دنیل دیوس د پوځي ځواکونو په ژورنال کې دافغان جګړۍ په اړه یورپوټ خپور او ویلي، د هغو حقیقونو په اړه چې دی یې دافغانستان په جګړه کې شاهدؤله رسمي اعلامیو سره توپیر لري.
دده په رپوټ کې چې (افغانستان:رېښتیا او درواغ)ترسرلیک لاندي چمتو شوي راغلې، د امریکي پوځ د تبلیغاتو پرخلاف ده په افغانستان کې دشتون پر مهال په هره برخه کې نیمګړتیاوي او ناکامي لیدلي دي.
ښاغلي دیوس لیکلې، د افغانستان ځایې حکومت خلکوته د خدمتونو په وړاندي کولو کې بریالي نه او دغه راز افغان ځواکونه له مخالفینو سره جګړۍ ته لیوالتیا نه لري.
یاد امریکايي ډګرمن دخپل رپوټ یوه برخه دامریکي د دفاع وزارت ته هم وړاندي کړي.