د ملګرو ملتونو مرستندویه دفتر (یوناما) نن د افغانستان په اړه په یوه تازه رپوټ ویلي، دغلته په ۲۰۱۱ کال کې د۲۰۱۰ په پرتله د ملکي وګړو په تلفاتو کې ۸ سلمه زیاتوالي رامنځ ته شوي دي.
د یوناما په رپوټ راغلې، په افغانستان کې د تېر کال په تاوتریخوالو کې څه د پاسه ۳ زره ملکي وګړي وژل شوي دي.
دغه راز په رپوټ کې د ملکي وګړو د وژلو ۷۷ سلمه مسوولیت د دولت پر وسله والو مخالفینو، ۱۴ سلمه یې د دولت پلوه ځواکونو او د ۹ سلمي د مسوولیت په اړه څه نه دي ویل شوي.
په رپوټ کې د ملکي وګړو د تلفاتو تر ټولو خونړۍ پیښي د سړکونو پر غاړو د ځای پر ځای شویو ماینونو چاودنه او ځانمرګه بریدونه بلل شوي.