دافغانستان د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې په د راتلونکو اوونیو کې به له بریتانې، فرانسې او ایټالیا سره د داوږد مهاله ستراتیژیکو اړیکو سند لاسلیک کړي.
د دغه وزارت ویاند جانان موسې زي وایی، د سترایژیکو سندونو په اړه کار روان دۍ او ډیر ژر به بشپړ شي.
له یادو هیوادونو سره د ستراتیژیکو اړیکو سندبه په داسې حال کې لاسلیک شي چې ښایی په افغانستان کې د۲۰۱۴ کال تر پایه د ناټو ماموریت پای ته ورسیږي او افغان دولت هڅه کوي چې له یادې نیټې وړاندې دنړۍ له یو شمیر هیوادونو سره ستراتیژیک تړونونه لاسلیک کړي، له دې وړاندې افغانستان له هند سره د ستراتیژیکو اړیکو سندلاسلیک کړ.
د بهرنیو چارو وزارت چارواکي وايي په نیږدې راتلونکې کې به له ایټالیا او ناټو سره هم ستراتیژیک تړونونه لاسلیک کړي.
ټاکل شوې دامریکې له متحده ایالاتو سره هم د اوږد مهالو همکاریو په موخه ستراتیژیک تړون لاسلیک شي، خو د شپې له خوا د امریکايي ځواکونو د عملیاتو دوام د دغه تړون چارې له خنډ سره مخامخ کړی.