آرشیف-English-پښتو-پارسی-دری

لټون

 
 
 
 
 

د افغان او پاکستانیو وسله والو مخالفینو یوالي

 

17:40/03.01.2012

افغان او پاکستانیو وسله والو مخالفینو ژمنه کړې چې په افغانستان کې به د بهرنیو ځواکونو په وړاندې په ګده مبارزه کوي.

له قبايلي سیمو څخه د رارسیدلو رپوټونو له مخې، افغان او پاکستانیو طالبانوته د یوالي په اړه د ملاعمر له لارښونې وروسته په قبایلي سیمو کې د دغو ډلو له خوا په خپروشو خبرپاڼو کې ویل شوي په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو په وړاندې ۵ تند لارې ډلې سره یوشوي دی.

په دغه اعلامیه کې له افغان او پاکستانیو وسله والو ډلو څخه غوښتل شوي چې په پاکستان کې دې د ملکي وګړو له وژلو برمته کولو او ځانمرګو بریدونو څخه لاس واخلي.

د طالبانو د پنځو غړیو نوې شورا ویلي که چیر د طالبانو دمشر له امر څخه سرغړونه وشي له پوښتنو ګرویګنو وروسته به مجرمې ډلې ته سزا ورکړ شي.

د طالبانو د نوې شورا په پنځو غړو کې د حکیم الله مسعود، مولانا ولی الرحمان، مولوي نذیر، حقاني شبکه، او د حافظ ګل بهادر ډلې شاملیږي.

د ملاعمر له خوا دغه پریکړه وروسته له هغه کیږي چې ټاکل شوې. ډیر ژر د قطر په کوربه توب د طالبانو او افغان دولت ترمنځ خبرې اترې وشي.