آرشیف-English-پښتو-پارسی-دری

لټون

 
 
 
 
 

د غازو د نل لیکۍ پروژه د تطبیق په درشل کې

 

18:10/31.01.2012

افغان چارواکو د افغانستان او پاکستان له لارې هندته د ترکمنستان د غازو نل لیکۍ د پروژې د وروستیو پړاو نو د تطبیق خبر، ورکړي دي.

د حکومت د رسنیو او اطلاعاتو د مرکز رئیس ډاکتر عبدالحکیم عاشر ویلي، هندوستان ته د ترکمنستان د غازو د لیږد پروژه په وروستیو پړاونو کې او ترکمنستان ته د جمهور رئیس حامد کرزي له سفر څخه وروسته، ترکمنستان یاده کړن لاره لاچټکه کړي.

د غازو یاده نل لیکه ۱۷۰۰ کیلو متره اوږدوالي لري او ټاکل شوي چې پرمټ یې دافغانستان له لارې پاکستان اوهندته هر کال د ترکمنستان ۳۳ میلیارد متر مکعبه غازو لیږدول شي.

د یادونې ده چې آسیايي پراختیایې بانک دیادی پروژې لګښت ټول ټال ۷ میلیارد ډالر اټکل کړي دي.