په کندهار ولایت کې غرمه مهال په یو ځانمرګي برید کې ۲۱تنوته مرګ ژوبله او اوښته.
دافغانستان د کورنیو چارو وزارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، یاده پیښه هغه مهال رامنځ ته شوه چې یو ځانمرګي برید کوونکي چې په موټر سایکل سپور ؤ په ځان پورې تړلي چاودیدونکي توکې ېې د کندهار ولایت او له امنیتي حوزه ته څیرمه د تلاشۍ یوې پوستې ته نیږدې والو زول.
په خبرپاڼه کې راغلي په دغه پیښه کې د یو پولیس په ګډون څلور ماشومان وژل شوي او د دریو پولیسو په خوا کې ۱۶ تنه نور ټپیا ن دی.
ویل کیږي د پیښې زیات ټپیان ماشومان دی.