یوه میرمن په کندز ولایت کې د لور د زیږولو په سبب، د خپل میړه له خوا ووژل شوه.
ځایې چارواکو ویلي، ۲۲ کلنه ستوري چې د کندز ولایت اوسیدوونکې وه تېره اوونۍتر هغه وروسته د میړه د وهلو ډبولو په پایله کې ساه ورکړه چې درېمه لوریې وزیږوله.
د کندز ځایې پولیسو رسنیوته ویلي، د پیښي په تړاو د یادې میرمنې خواښې نیول شوې، خو میړه یې تښتیدلی دی.
پولیسو زیاته کړي، د ستوري د میړه د ټینګولو په موخه هڅې روانې دي.
دا په داسې حال کې ده چې یوه میاشت مخکې د بغلان پولیسو د سحر ګُل په نامه یوه ۱۴ کلنه ناوي چې ۶ میاشتي د میړه د کور په تهکوي کې ساتل کیده، له بند څخه خوشي کړه.
د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون په ۲۰۱۱ کال کې په خپل رپوټ کې ویلي چې په ټول هیواد کې یې د ښځو پر وړاندي ۲۷۰۰ پیښي ثبت کړي، خو د شنوونکو په باور د ښځو پر وړاندي د تاوتریخوالو کچه له خپرو شویو شمیرونونه څو برابره لوړه ده.