دافغانستان د ملي امنیت د لوی ریاست مسوولین په کابل، کنړ، هرات او ننګرهار ولایتونو کې د ۱۱ ترهګرو د نیولو خبر ورکوي.
ز موږ خبریال رپوټ راکړي، د ملي امنیت د لوی ریاست ویاند لطف الله مشعل نن په کابل کې خبري غونډې ته وویل، د نیول شویو کسانو له ډلې څخه دوه تنه پاکستانیان دی، چې د ترهګریز وکړنو په موخه کنړ ته راغلي ؤ.
ښاغلي مشعل زیاته کړې، یاد پاکستاني ترهګر د پیښور په مردان سیمه کې د معارف القران په یوه مدرسه کې په دیني زده کړو بوخت ؤ چې د یادې مدرسې د استادانو په لارښونه د طالبانو له ډلې سره یو ځای او افغانستان ته د ترهګریز وکړنو په موخه راغلي ؤ چې له وسلو سره یو ځای د ملی امنیت د موظفینو له خوا ونیول شول.
همدارنګه د ملي امینت ویاند په کابل ښارکې د۱۸۹۰ کیلو ګرامه چاودیدونکو توکو د نیول خبر ورکړ، نوموړي وویل له دغو چاودیدونکو توکو څخه د ځانمرګو بریدونو په موخه ۱۵۰ واسکټونو، او نیږدې ۱۲ موټر بمه چمتو کیدل.