د افغانستان د مدافع وکیلانو د خپلواکي ټولنې په چوکات کې له خبریالانونه د دفاع کمیټه جوړه ترڅو؛ د هغو خبریالانو حقونه خوندي کړي چې تر برید لاندي راځي او یاهم له قانون نه په سرغړونې پړه ګڼل کیږي.
ز موږ خبریال رپوټ راکړي، د یادی ټولنې رئیس روح الله قاری زاده نن په کابل کې خبری غوندي ته وویل، تردې وروسته به د خبریالانو او د رسنیو د کارکوونکو دوسیې چې له هر لورې نه له ګواښ یا تاوتریخوالی سره مخ کیږي، د یاد بنسټ د مدافع وکیلانو له خوابه وڅیړل شي.
ښاغلي قاري زاده زیاته کړه، د دغه بنسټ مدافع وکیلان به له کوم امتیاز پرته د خبریالانو له حقونونه دفاع وکړي. دغه راز په یاده خبری غونډه کې د ژورنالیستانو د ملي ټولنې مشر عبدالحمید مبارز وویل، که څه هم چې د وینا آزادي او رسنۍ د افغان دولت له سترو لاس ته راوړنونه بلل کیږي، خو په تیرو څو کلونو کې ژورنالیستان د دندې د ترسره کولو پر مهال ددولت دوسله مخالفینو او ان د نړیوالو ځواکونو له لوری وژل شوي دي.
دده په وینا، تر اوسه هیڅوک د خبریالانو دوژلو په تورټینګ او محاکمه شوي نه دي. ښاغلي مبارز زیاته کړه، که څه هم چې د خبریالانو د حقونو د خوندي کولو په موخه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت یوه نوې مقرره جوړه کړي، خو یاده مقرره د قانون په پرتله کمزوري ده. دافغانستان د آزادو رسنیو د ملاتړ بنسټ (ني)د خپرو شویو شمیرو له مخې، د روان کال په اوږدو کې د خبریالانو پر خلاف د تاوتریخوالو پیښې او ګواښونه زیات او اوس مهال د رسنیو د خاوندانو له خواهم دغه شان ګواښونه ثبت شوي دي.