آرشیف-English-پښتو-پارسی-دری

لټون

 
 
 
 
 

د خبریالانو په وړاندې تاوتریخوالی!

 

17:10/01.01.2012

په افغانستان کې د جنوبی آسیا د رسنیو ټولنې یا سفما د هغه تاوتریخوالي په اړه اندیښنه ښودلې چې د رسنیو د سانسور لامل کیږي.

زموږ خبریال رپوټ راکړې، په افغانستان د سفما مشر ضیا بومیا، نن په کابل کې خبري غونډې ته وویل، د روان کال په اوږدو کې درې تنه خبریالان د خپلو دندو پر مهال وژل شوي چې په دغو وژنو کې امریکايي ځواکونو او وسله والو طالبانو یو برابر ونډه درلوده.

ښاغلي بومیا زیاته کړې، دوه افغان خبریالان چې یوېې په زابل کې د امریکايي ځواکونو له خوا ووژل شو او بل په کابل کې د وسله والو طالبانو په بریدکې خپل ژوند له لاسه ورکړ.

له بلې خوا یو تن بهرنی خبریال په هلمند ولایت کې له بهرنیو ځواکونو سره د سفر پر مهال د سړک پرغاړه د ځای پر ځای شوي ماین په چاودنه کې ووژل شو.

د سفما مشر وايي په ۲۰۱۱ کال کې خبریالان د بهرنیو ځواکونو، دولت، وسله والو مخالفینو او ان د عامو خلکو له خوا ګواښل شوي دی.

د نوموړی په وینا په ځینو پیښو کې د رسنیو خاوندانو هم د خبریالانو په وړاندې زور زیاتۍ کړي.

د سفما د شمیرنې له مخې د تیر میلادی کال په اوږدو کې په ټوله نړۍ کې ۱۰۶ خبریالان وژل شوي چې زیاتې پیښې ېې په مکسیکو او عربی هیوادونو کې ثبت شوي دی.