د قرآن شریف د۳۰ سپارو تر ټولو ستره خطاطي شوی نسخه په کابل کې د یوه افغان خطاط له خوا جوړه شوه.
ز موږ خبریال رپوټ راکړي، په هغه غونډه کې چې نن په همدې مناسبت په کابل کې جوړه شوي وه، یو شمیر حکومتي چارواکو او د ملي شورا استازو ګډون کړي ؤ.

یاد ستر اثر ۲ عشاریه ۲۸ متره اوږدوالی، ۱ عشاریه ۵۵ متره سور او ۲۱۸ پاڼې لري چې هره سپاره یې په بېلا بېلو بڼو خطاطي او میناتوري شوي.
ویل شوي چې دمیناطوري هره طرحه یې دشمیرو او کلمو او دیني فلسفي پربنسټ نقاشي شوي ده.
یاد اثر په نړۍ کې په لاس لیکل شوي تر ټولو ستره نسخه شمیرل کیږي چې مخ یې دوزې له پوټکې نه په طبیعي رنګ اورنګ یې د طلا په اوبو ترسره شوي دي.
یاد قرآن شریف د ۵ کلونو په اوږدو کې د افغان خطاط استاد محمد صابر یاقوت حسیني او د ده د ملګرو په لاس لیکل شوي دي.