آرشیف-English-پښتو-پارسی-دری

لټون

 
 
 
 
 

آیساف: په افغانستان کې د نیشه يي توکو په نیولو کې زیاتوالی راغلی

 

17:40/02.01.2012

په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ آیساف وايي د نیشه ېې توکو له لارې دوسله والو مخالفینو عایدات د کموالي په حال کې دی.

زموږ خبریال رپوت راکړی، د آیساف ویاند جنرال کارستین جیکوپسین نن په کابل کې خبري غونډې ته وویل، د نیشه يي توکو قاچاق د وسله والو مخالفینو په تمویل کې مهم رول لري خوله د لارې دوسله والو مخالفینو عایدات د کموالي په حال کې دی.

ښاغلي جیکوپسین زیاته کړې، د۲۰۱۰ کال په پرتله د ۲۰۱۱ کال په اوږدو کې په زیاته کچه نیشه يي توکی کشف او ظبط شوي دی.

د آیساف ویاند وایي په ۲۰۱۲ میلادی کال کې به په افغانستان کې میشت نړیوال ځواکونه دنیشه یی توکو د قاچاق د مخنیوي په موخه پراخې هڅې وکړي.