آرشیف-English-پښتو-پارسی-دری

لټون

 
 
 
 
 

قرغزستان د افغانستان په بیارغاونه کې لیوالتیا لري

 

16:10/14.01.2012

د قرغزستان چارواکو ویلي چې دافغانستان په بیاودانولو کې به د ترکیې په مرسته ونډه واخلي.

د قرغزستان د بهرنیو چارو مرستیال وزیر روسلان قزاق بائیف انترفکس خبری آژانس ته ویلي، د دغه هیواد جمهور رئیس الماز بیک اتامبایف له ترکي چارواکو سره په خبرو اترو کې یاده موضوع مطرح کړي ده.

د ده په وینا، قرغزستان له ترکیې نه غوښتنه کړي ترڅو؛د افغانستان د بیارغاونې په پروژو کې چې د لویو نړیوالو مالي بنسټونو او سترو ځواکونو له خوا تمویلیږي د ګډون زمینه برابره کړي.

ښاغلي قزاق بائیف زیاته کړي، ښایې ترکیه په دي اړه لیوالتیا ولري، ځکه چې ترکي چارواکي غواړی چې په سیمه کې د دغه هیواد اغیز پیاوړی کړي.

د رپوټونو له مخې، تر اوسه قرغزستان پرته له دي چې په افغانستان کې میشتو نړیوالو ځواکونو ته د اکمالاتي لارو د برابرولو په برخه کې همکاري وکړي په هیواد کې یې دبیارغاونې په چاروکې هیڅ رازونډه نه ده اخیستي.