په بامیانو ولایت کې څه باندې ۶۴ زره بزګران او مالدران په بیلا بیلو برخو کې د ۱۰۰ پروژو له آسانتیاوو څخه برخمن شول.
د بامیانو د کرنۍ او مالدارۍ رییس انجنیر محمدطاهر عطايي رسنیوته ویلي په دغو پروژو کې ۱۰ زره بزګرانوته د غنموداصلاح شویو تخمونو او د حیواناتو لپاره دوښو ویشل، د ۲۵ زرو بزګرانو د باغونو دواپاشي، او د۹۰ زرو حیواناتو واکسین کیدل شاملیږي.
عطايي زیاته کړې څه باندې ۱۷ زرو بزګرانوته دکرنې او مالدارۍ په برخه کې زده کړې ورکړل شوي دی.
ویل کیږي په دغو پروژو څه باندې ۵۷۲ ملیونه افغانۍ لګښت راغلي چې ۱۷۸ ملیونه ېې د کرنې وزارت او پاتې نورې ېې د مرستندویه موسیسو له خوا ورکړل شوي دی.