آرشیف-English-پښتو-پارسی-دری

لټون

 
 
 
 
 

په بدخشان کې ۷۰ کورنۍ تر برفکوچ لاندي شول

 

17:30/16.01.2012

د بدخشان ولایت د اشکاشم ولسوالۍ په زیچ کلي کې نن د درنوو اورو په سبب، ۷۰ کورنۍ تر برفکوچ لاندي شوي دي.

د بدخشان والي شاه ولي ادیب رسنیوته ویلي، امنیتي ځواکونه د ځایې اوسیدوونکو په مرسته سیمې ته رسیدلي او په واوروکې د راګیرو کسانو د ژغورنې هڅې پیل شوي دي.

د یو بل خبرله مخې، د دغه ولایت ځایې چارواکي وايي چې په ځینو نورو سیمو کې هم د واوری ښویدنې په سبب، د یو شمیر ولسوالیو لارې تړل شوي او د دغو سیمو یو شمیر اوسیدوونکي هم تر وارو لاندی ګیر پاتي دي.

د بدخشان د والي ویاند عبدالمعروف راسخ ویلي، په واورو کې د راګیرو کسانو د ژغورنې عملیات دوام او تر اوسه د ۱۰ کسانو له ډلي نه ۵یې ژغورل شوي دي.

په بدخشان کې له ۲ ورځو راهیسي د درنو وارو اوریدنو په سبب، دغلته د برفکوچونو په خواکې د ځینو ولسوالیو لاړې هم تړل شوي دي.

د رپوټونو له مخې، د برفکوچونو په سبب، د بدخشان د راغستان، یاوان، کوهستان او اشکاشم ولسوالیو ۱۵ اوسیدوونکو ساه ورکړي ده.