آرشیف-English-پښتو-پارسی-دری

لټون

 
 
 
 
 

لوګر: دیوې کورنې ۳غړي ووژل شول

 

18:30/02.01.2012

د لوګر ولایت په مرکز پل علم کې دسړک پرغاړه د یو ځای پر ځای شوي ماین د چاودنې له امله د یوې کورنۍ درې غړي ووژل شول.

د لوګر د والي ویاند دین محمد درویش ماښام پخیرافغانستان ته وویل دغه پیښه د پل علم په مرکز، د خواجه افضل په سیمه کې رامنځ ته چې ورکې د یوې کورنۍ دریو غړو خپل ژوند له لاسه ورکړی.

ښاغلي درویش زیاته کړه دغه پیښه د شخصي دښمنیو له مخې رامنځ ته شوې.

د یوبل خبر له مخې نن له غرمې مخکې یو ځانمرګي برید کوونکي د ننګرهار ولایت په بهسود ولسوالۍکې د پولیسو امنیتي پوستې ته څیرمه په ځان تړلي چادیدونکي توکي والوزول چې له امله ېې د ښونځي یو زده کوونکي ټپی شوی.