آرشیف-English-پښتو-پارسی-دری

لټون

 
 
 
 
 

د ملګرو ملتونو نوې ځانګړي استازي د سولې له بهیرنه ملاتړ وکړ

 

16:20/19.01.2012

دافغانستان له پاره د ملګرو ملتونو د لوی منشي نوي ځانګړي استازي ویلي چې دافغانانوپه مشری له وسله والو مخالفینو سره د خبرو اترو له کړن لارې څخه ملاتړ کوي.

د جمهوري ریاست درسنیودفترپه یوه خبرپاڼه کې ویلي، د افغانستان له پاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي یان کوبیس له جمهور رئیس حامد کرزي سره په لیدنه کې د دولت او وسله والو مخالفینو ترمنځ د سولې له خبرواترونه دملاتړ په خواکې ویلي، د سولې موضوع دده د کاری ماموریت یوه برخه ده.

خبرپاڼه زیاتوي،ښاغلي کوبیس دافغانستان د۱۰کلنولاس ته راوړنو ستاینه اوزیاته یې کړه چې نه شوکولي چې هغه بابیزه وګڼو.

خبرپاڼه وايي، جمهور رئیس په یاده لیدنه ویلي، په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي دنده په داسي حال کې پیلیږي چې له وسله والو مخالفینو سره دسولې خبرې اترې، له نړیوالو پوځیانونه افغان ځواکونوته د امنیتي مسوولیتونو د لیږد او له ځینو هیوادونو سره دستراتیژیکو تړونونو د لاسلیک په اړه خبرې اترې دوام لري.