آرشیف-English-پښتو-پارسی-دری

لټون

 
 
 
 
 

ایران دوه لرې واټن ویشتونکي توغندي وازمویل

 

18:50/02.01.2012

د ایران دسمندري ځواکونو یو قوماندان ویلي دوي په خلیج فارس کې د خپلو پوځي تمریناتو په ورستۍ ورځ، دوه لرې واټن ویشتونکي توغندي وازمویل.

د ایران دسمندري ځواکونو د عملیاتو مرستیال محمو دموسوي ویلي په خلیج فارس کې ددغه هیواد پوځي آزموینې ترسره شوې.

دایران لس ورځني پوځي تمرینات په داسې حال کې پای ته ورسیدل چې په دې ورستیوکې د هرمز د تنګي په سر د ایران او لویدیځو هیوادو ترمنځ کړکیچ رامنځ ته شوی.

له دې وړاندې ایران خبرداری ورکړی ؤ چې د اړتیا په صورت کې به د هرمز تنګي چې دنړې ۷۰ سلمه نفتي توکي ورڅخه لیږدول کیږي وتړي

خو د ایران د دغو څرګندونو په اړه لویدیځو هیوادونو په ځانګړې توګه دامریکې دمتحده ایالاتو له کلک غبرګون وښود.