آرشیف-English-پښتو-پارسی-دری

لټون

 
 
 
 
 

مسموم شوي سرتېري بیرته خپلو دندوته ورګرځیدلي دي

 

17:10/22.01.2012

د ملي دفاع وزارت چارواکو ویلي، د څیړنو په پایله کې د اروښانه شوه چې تیره اوونۍ د کابل دپوځي روزنیز مرکز په لسګونو سرتېري د ناپاکومیوو او سبو د خوړولو په سبب، مسموم شوي ؤ.

د دفاع وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، یاد پوځیان تر درملنی وروسته بیرته خپلو دندوته ورګرځیدلي دي.

خبرپاڼه زیاتوي، د کابل دپوځي روزنیز مرکز څه د پاسه ۱۰۰ سرتېري د جمعې په ورځ د غرمې دډوډۍ له خوړلو وروسته مسموم شوي ؤ.

دغه راز یاد وزارت هغه رپوټونه رد کړل چې ګنې په پیښه کې یو شمیر سرتېر وساه ورکړي ده.