آرشیف-English-پښتو-پارسی-دری

لټون

 
 
 
 
 

دشپې د عملیاتو لپاره نوې کړنلاره

 

17:10/02.01.2012

د پنیو ملیاتو درولو په موخه دجمهور رییس حامدکرزي له پرلپسې ټینګار ورسته نړیوالو ځواکونو افغان دولت ته نوې طرحه وړاندې کړې.

له جمهوري ریاست څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د ملي امنیت د تیرې ورځې په غونډې کې د ناټو ځواکونو د نوې طرحې او د شپې له خوا د افغان او نړیوالو ځواکونو د ګډو عملیاتو په لارو چارو خبرې اترې وشوې.

په خبرپاڼه کې راغلي جمهور رییس حامدکرزی د افغانستان د ملي امینت شورا ته لارښونه کړې ترڅو د شپې د عملیاتو په اړه دائتلاف له قوماندانۍ سره په ګډه کار وکړي.

خو د ناټو د دغې طرحې په اړه جزیات نه دې ورکړل شوي.

همدارنګه د ملي امنیت په غونډه کې ویل شوي یو شمیر قوماندانانو د خپلو شخصي موخه لپاره په ځینو ځایونو کې سیمه ایز پولیس ګمارلي دی.

د هیواد جمهور رئیس د ملي امنیت شوراته لارښونه کړې ترڅو د یادې موضوع په اړه خپلې څیړنې پیل کړي.