آرشیف-English-پښتو-پارسی-دری

لټون

 
 
 
 
 

په هلمند کې د ځانمرګه برید په سبب، ګڼ شمیر کسان مړه او ټپیان شول

 

18:10/26.01.2012

په هلمندولایت کې د یوه ځانمرګه برید په پایله کې ۳۳ ملکي وګړي مړه او ټپیان شول.

د هلمند د والي ویاند داوود احمدي رسنیوته ویلي، پیښه هله رامنځ ته شوه چې نن له غرمي مخکې یوه ځانمرګه بریدګر له چاودیدوونکو توکو خپل بار موټر په لښکرګاه ښارکې د پوهنې ریاست ودانۍ ته مخامخ والوازاوه چې په پایله کې یې ۳ ملکي وګړي مړه او ۳۰ نور ټپیان شول.

د ښاغلي احمدي په وینا، د ځانمرګه بریدګر موخه د نړیوالو ځواکونو کاروان ؤ. ویاند زیاته کړي، د پیښي په بلهاریانو کې ښځې او ماشومان هم شته.

نړیوالو ځواکونو تراوسه په پیښه کې د تلفاتو په اړه څه نه دې ویلي.

د یوبل خبرله مخې، نن سهار په ننګرهار ولایت کې هم یوه چاودنه رامنځ چې د ځایې مسوولینو په وینا، ورکې چاته زیان نه دی رسیدلي.