آرشیف-English-پښتو-پارسی-دری

لټون

 
 
 
 
 

دنورستان په دریو ولسوالیو کې د سړکونو د جوړیدو کار پیل شو

 

17:20/03.01.2012

د نورستان ولایت ځايي چارواکي وايي ټاکل شوې تر راتلونکو دوه میاشتو پورې به د دغه ولایت د دریو ولسوالیو نوي سړکونه جوړ او له مرکز سره وتړل شي.

د نورستان والي تمیم نورستاني رسنیو ته وويل دا مهال د یادو سړکونو کار د سیمه د ۱۵۰۰ اوسیدونکو په ګډون دوام لري، چې دریو ولسوالیو ته د ترانسپورتي لارو د غځولو ترڅنګ د نورستان مرکز پارون هم د لغمان له ولایت سره تړل کیږي.

ښاغلی نورستاني وايي دامنیت د ټینګښت په موخه په هغو سیمو کې چې سړک جوړيږي امنیتي پوستې هم ځای پر ځای شي.

د یاد ولایت د مسوولینو په وینا، د نورستان د یو شمیر ولسوالیو اوسیدونکي له زیاتو ستونزو سره مخامخ دی او د اړتیاو زیات توکي د لغمان ولایت له مهتر لام ښار څخه ترلاسه کوي چې د یادو سړکونو په جوړیدو سره به د زیات شمیر اوسیدونکو ستونزې تریوې کچې هوارې شي.