د بهرنیو چارو وزارت چارواکو په روانه اوونۍ کې کابل ته دپاکستان د بهرنیو چارو وزیرې د سفر خبر، ورکړي دي.
ویل کیږي کابل ته دپاکستان د بهرنیو چارو د وزیرې میرمن حنا رباني کهُر د سفر موخه له ترهګری سره د مبارزي، د سولې له بهیرنه ملاتړ او تر ټولو مهمه د افغانستان د سولې په چارو کې د پاکستان د رول په اړه خبرې اترې دي.
ز موږ خبریال رپوټ راکړي، د بهرنیو چارو وزارت ویاند جانان موسي زي نن په کابل کې د یوي خبری غونډی پر مهال وویل، د پاکستان دولت په افغانستان کې دسولې د بهیرپه ملاتړکې رغنده رول لري، نوموړي هیله ښکاره کړه چې پاکستان به په دې برخه کې صادقانه او عملي همکاري وکړي.
د رپوټونو له مخې، د پاکستان دولت څه موده مخکې اعلان کړي ؤ چې هغوی باید د افغانستان د سولې په بهیر په ځانګړی ټوګه په قطر کې د طالبانو له پاره د سیاسي دفتر په جوړولو کې ونډه ولري.
د ښاغلي موسي زي په وینا، تر اوسه په قطر کې د طالبانو له پاره کوم دفتر نه دې جوړ شوي او د دغه کار له پاره د افغانستان او قطر د دولتونو موافقې ته اړتیاده.
دا په داسې حال کې ده چې ځینو کورنیو رسنیو په قطرکې د طالبانو د سیاسي دفتر د جوړیدو او دغه هیوادته د ځینو طالب مشرانو د ورتګ خبر، ورکړي دي.