آرشیف-English-پښتو-پارسی-دری

لټون

 
 
 
 
 

روغتیايي اوبوته لاس رسی، د بشر اساسی حق دي!؟

 

15:40/29:07:2010

د ملګروملتو عمومی مجمعی د یوه پریکړه لیک په صادرولو سره اعلان وکړچې پاکو اوبو اوکانالیزاسیون ته لاس رسی د بشر یو اساسی حق دي.

فرانس پرس خبری اژانس د ملګروملتو په حواله رپوټ ورکړي: په ټوله نړۍ کې هر کال لږترلږه له ۵کلولږ عمر لرونکی ۵ میلیونه ماشومان د پاکو اوبو د نشتوالی په سبب،له منځه ځي.

د ملګرو ملتو د خپروشویو شمیروله مخی، د نړۍ کابو۸۸۴ میلیونه وګړی د څښاک پاکو اوبو ته لاس رسی نه لري اولږه ترلږه ۲ عشاریه ۶ میلیارده انسانان بیا دکانالیزاسیون له شبکونه بی برخی دي.