دامریکي دمتحدوایالتونوکانګرس،په اوسنۍ وخت کې له افغانستان څخه دخپلوسرتیرودایستلوله وړاندیزسره،مخالفت وکړ.
دغه څرګندونی په داسی وخت کې شوي چې دکانګرس په پرونۍ غونډه کې،ددموکرات ګوندیوه غړی جمهوررئیس بارک اوباماته وړاندیزوکړچې سمدستی له افغانستان څخه امریکايي ځواکونه وباسی.
تردی دمخه ښاغلی اوبامادافغانستان له پاره په خپلی نوی استراتیژی کې ویلي ؤچې له دغه هیوادڅخه به د ځواکونودایستلولړې په ۲۰۱۱کال کې پیل شي.
دامریکي دکانګرس دتیری ورځی په عمومی غونډه کې استازیوددغه وړاندیزپه اړه تراوږدوخبرواترووروسته رایه ورکړه چې په پایله کې ۶۵ موافقی او۳۶۵ مخالفی رايي ترلاسه شوي.
په دی توګه دامریکي کانګرس په غوڅ اکثریت سره پریکړه وکړه چې په افغانستان کې دامریکايي ځواکونودحضور موده نوره هم اوږده شي.
دکانګرس دنړیوالواړیکودجرګه ګې مشرهوادبرمان ویلي:که چیری دامریکايي ځواکونوتروتلووروسته یوځل بیاطالبان واکمن شي؛ نوافغانستان به دالقاعدي په یوښه مرکزبدل چې دغه کاربه دامریکي دامنیت له پاره تباه کوونکي وي.