آرشیف-English-پښتو-پارسی-دری

لټون

 
 
 
 
 

کاپیسا:دماین چاودنی ماشومانوته مرګ ژوبله اړولی!

 

15:30/11:03:2010

دکاپیساولایت په تګاب ولسوالۍ کې دیوه ماین دچاودنی له امله ۴ ماشومان وژل شوي او۳ نورټپیان دي.

عینی شاهدانو ویلي: ددغوماشومانوعمرونه له ۱۰ تر۱۵ کلونوپوری ؤ چې دغره په لمنه کې يي څاروی پوول.

دسیمی اوسیدونکو دعوه کړی چې دغه ماین دتګاب په دولان سیمه کې طالبانوځای پرځای کړی ؤ،اوواردمخه يي په دی اړه خلکوته هم خبرداری ورکړی ؤ.

په همدی حال کې دتګاب ولسوال عبدالحکیم اخندزاده رسنیوته ویلي: طالبانوپه دغوسیموکې یوزیات شمیرماینونه خښ کړي دي.

داپه داسی حال کې ده چې په دی وروستیوکې ملګروملتوپه یورپوټ کې دتیرعیسوی کال په اوږدوکې دطالبانوپه ترهګریزوبریدونو او چاودنوکې دوژل شویوافغان ماشومانوشمیرکابو۱۳۰ ښودلی ؤ.