دفلسطین دکورواکۍ اداري مشر محمودعباس عربی ټولنی ته ویلي چې له اسرائیلوسره به په خبرواتروکې ګډون ونه کړي.
که څه هم چې په دغوخبرواتروکې دښاغلی عباس دنه ګډون لامل روښانه شوی نه دی،خودشنونکوپه باور،ترهغه وروسته چې اسرائیلو دبیت المقدس په ختیځ کې دیهودمیشتوښارګوټودجوړولوپریکړه وکړه،ښايي په همدی سبب نوموړي په خبرواتروکې ګډون ونه کړي.
داپه داسی حال کې ده چې اسرائیلوپه وروستیوورځوکې اعلان وکړچې دبیت المقدس په ختیځ کې به داستوګنی ۱۶۰۰ کورنه جوړکړي.
دامریکي دمتحدوایالتونو مرستیال ولسمشر جوبایدن تیره ورځ اسرائیلوته دسفرپروخت وویل:ددغوښارګوټوجوړول په منځنی ختیځ کې دسولی هڅوته زیان اړوي.