وسله والو طالبانو نن سهار د هرات ولایت په کشک کهنه ولسوالۍ کې د زعفرانو په پیازو بار، ۲ موټروته اوراچولی دي.
د هرات د والي ویاند نقیب الله آروین رسنیوته ویلي: وسله والو طالبانو دموټرو دسوزلو په خواکې دهغو چلوونکي هم وژلی دي.
خو طالبانو تر اوسه په دی اړه څه نه دی ویلي.
د هرات د والي ویاند خبر ورکړي چې پولیسونن د تریاکو، هیروئینو، مورفینو او کرستالو په ګډون هغو۸۵۰ کیلو ګرامو نشه يي توکوته اور واچاوه چې د تیرو ۴ میاشتو په اوږدو کې کشف او ضبط شوي ؤ.
ښاغلي آروین زیاته کړي: ایران ته دیادونشه يي توکو د قاچاقو په تور ۱۹۲ کسان هم نیول شوي دي.
ویل شوي دادووم ځل دی چې د روان کال په اوږدو کې په هرات ولایت کې نشه يي توکو ته اوراچول کیږي.