د سعودی عربستان پاچا ملک عبدالله د زم زم اوبو د کیفیت د ساتنی څو میلیون ډالری پروژه پرانیستله.
ویل کیږي تردی وروسته به دزم زم او به له پرمخ تللی تکنالوژی نه په استفادی سره راټولی او دواتر پمپ په وسیله مکی معظمی ته ولیږدول شي.
په دغو نویو تاسیساتو کې به هره ورځ ۵ میلیون لیتره اوبه چاڼ شي.
د سعودی عربستان د اوبو او بریښنا وزارت ویلي: د اوبو یوه زیاته برخه به یومخزن ته ولیږدول شي او پاتی برخه به يي تربسته بندی وروسته پر خلکو وویشل شي.