آرشیف-English-پښتو-پارسی-دری

لټون

 
 
 
 
 

د انتخاباتو کمیسیون د رايي ورکولو د مرکزونو پر وروستۍ نوم لړ ټینګار وکړ!

 

17:30/05:09:2010

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون، د رايي ورکولو د مرکزونو پر وروستۍ نوم لړ ټینګار کوي او وايي: د هیواد په ۲۵ ولایتونو کې به د ناامنیو په سبب، د رايي ورکولو ۹۳۸ مرکزونه تړلی پاتي وي.

یا د کمیسیون په یوه خبرپاڼه کې ویلي: په ټول هیواد کې به له ټاکل شویو ۶۸۳۵ مرکزونو له ډلی څخه به ۵۸۹۶ مرکزونه فعالیت وکړي او د رايي ورکولو د مرکزونو په وروستۍ نوم لړکې به هیڅ راز زیاتوالی رامنځ ته نه شي.

دا په داسی حال ده چې مخکې تردې امنیتي بنسټونو د هیواد په بیلا بیلو سیمو کې د رايي ورکولو د څه د پاسه ۹۰ مرکزونو دبیرته پرانیستنی خبر ورکړي ؤ.

خو د انتخاباتو کمیسیون د دغه خبر دردولو په خواکي زیاته کړي: د هیواد په ځینو برخوکې امنیتي ګواښونوته په کتو سره، ښايي چې د رايي ورکولو د مرکزونو په شمیر کې لږوالی رامنځ ته شي.

یاد کمیسیون پر امنیتي بنسټونو غږ کړی چې د رايي ورکولو د فعالو مرکزونو د امنیت په ټینګښټ کې په کلکه وس چارو کړي.