د انتخاباتي شکایتونو کمیسیون، په ټاکنیزو چاروکې د ځینو حکومتي کارکوونکو د ورځ تربلی زیاتیدونکی لاس وهنی په اړه اندیښنه وښوده.
د دغه کمیسیون غړی او ویاند احمدضیاء رفعت رسنیوته ویلي: دوی ته دانتخاباتو په چاروکې د کابینی د۲ وزیرانو او په یو شمیر ولایتونو کې د ځینو ځايي مسوولانو د لاس وهنو په اړه ګڼ شمیر شکایتونه رارسیدلی دي. نوموړي زیاته کړي: په ټاکنیزو چاروکې دلاس وهنی د مخنیوی په موخه په تازه اقداماتو کې د کابینی ۲ وزیرانو ته سپارښتنه شوي، ۱ والي څارنوالی ته پيژندل شوي او ۱ ښاروال ۱۲۵ زره افغاني جریمه شوي دي.
که څه هم چې ښاغلي رفعت د یادو کسانو نومونه یادنه کړل خو زیاته يي کړه چې په دی اړه به د نویو پر مختګونو په اړه جزئیات ژر تر ژره د رسنیو په واک کې کیښودل شي. دا په داسی حال کې ده چې د افغانستان جمهور رئیس حامدکرزی تازه د کورنیو چارو وزارت او د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکي اداری ته لارښوونه کړي، ترڅو هغه قوماندانان، ولسوالان او ځايي مسوولان چې خپل خپلوانو يي په ټاکنو کې ګډون کړي، نورو ځایونو ته بدل کړي.