افغان خبریال سیدحامد نوری بیګاه شپه د نامالومو وسله والو کسانو له خوا ووژل شو.
ز موږ خبریال رپوټ راکړي: د دغه افغان خبریال د خښولو په مراسمو کې چې دده د یو شمیر خپلوانو، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت چارواکو او خبریالانو په ګډون تر سره شول،د افغانستان د خبریالانو د ملي ټولنی رئیس عبدالحمید مبارز د هغه وژنه یوه ستره فرهنګي او مطبوعاتي ضایعه وبلله او پر پولیسويي غږ وکړ چې ژر تر ژره دی دده قاتلین تر پيژندنی وروسته ټینګ کړي.
په همدی حال کې دکابل د امنیه قوماندانۍ د جینايي څیړنو مرستیال رئیس سمونوال محمدظاهر د نوری دوژنی لامل شخصی تربګڼی ښودلی او رسنیوته يي ویلي: پولیسو د پیښی په اړه څیړنی پیل خو تر اوسه يي کوم څوک نه دی نیولی. ویل شوي نامالومو وسله والو کسانو تیره شپه شاوخواه ۹ بجی نوری ته تیلیفون وکړ، او تر هغه وروسته چې هغه په زړو مکروریانو کې له خپل کور څخه ووت، لومړی يي پری د چړو پر له پسی ګوزارونه وکړل او بیا وروسته يي سرور څخه غوڅ کړ. جمهور رئیس حامدکرزی، د دغه افغان خبریال دوژنی په اړه د څیړنو لارښوونه کړي سید حامد نوری د افغانستان د ملي رادیو تلویزیون ویاند او د خبریالانو د ملي ټولنی مسلکي مرستیال هم پاتی شوي ؤ.