د کندز ولایت په امام صاحب ولسوالۍ کې له ۳ کلونو وروسته د لومړی ځل پاره د ماشومانو دګوزڼ ۱پیښه کشف شوه.
په شمال ختیځ زون کې د روغتیا د نړیوال سازمان مسوول ډاکترنظر احمدی ماښام پخیرافغانستان ته وویل: یاده پیښه ۲اونۍ مخکې په یوه ځايي کلینیک کې کشف او تر لابراتواری معایناتو وروسته مثبته وښودل شوه.
د ده په وینا: د دغه ۱۳ میاشتنی ماشوم کورنۍ تازه له پاکستان څخه هیواد راستانه او ښايي چې دغه ویروس له نوموړي هیوادنه لیږدول شوي وي.
ډاکتر احمدی زیاته کړه: له دی امله چې دګوزڼ د ناروغی ویروس ساری ده دوی په پام کې لري چې په راتلونکی اونۍ کې د بلخ په ګډون په شمال ختیځوولایتونوکې د ماشومانو دګوزڼ یا پولیو پر وړاندی یو بیړنۍ کمپاین تطبیق کړي.
نوموړي په یادو سیموکې پر ټولو کورنیو غږوکړ چې د دغه کمپاین پروخت، له ۵کلونو ټول لږ عمر لرونکی ماشومان واکسین کړي.