آرشیف-English-پښتو-پارسی-دری

لټون

 
 
 
 
 

پر کابل توغندویی برید وشو!

 

15:40/02:09:2010

تیره شپه د کابل ښار د۹ ناحیی په سیمه کې ۳ توغندی ولګیدل، خوورکې د سر زیان نه دی رسیدلی.

د رپوټونو له مخی دغه توغندي د۳ مکروریانوپه سیمه کې ولګیدل چې له امله يي ۲ ملکي موټر ویجار شوي دي.

د کابل د امنیه قوماندانۍ د جینايي جرمونو د څیړنو مرستیال رئیس سمونوال محمدظاهر رسنیوته ویلي: د غه توغندي د دولت دوسله والو مخالفینو له خوا د ده سبز ولسوالۍ له استقامت څخه توغول شوي دي.

نوموړي زیاته کړي: پولیسو د پیښی په اړه څیړني پیل خو تر اوسه يي په تړاوکوم څوک نه دی نیول شوي.