د بغلان د انتخاباتو دکمیسیون دفتر، د دغه ولایت په بورکی ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو له لوری د خپلو۲۸ لنډ مهاله کارکوونکو د تښتولو خبر ورکړي دي.
د دغه ولایت د ټاکنو د دفتر مسوول محمدکریم رسنیوته ویلي: دغه کسان هله وسله والو طالبانو وتښتول چې په بورکی ولسوالۍ کې د انتخاباتو د ترسره کیدوپه اړه يي زده کړی کولی.
ویل شوي تر اوسه د یادو کسانو برخلیک نه دی څرګنداو د دغه ولایت امنیتي مسوولانو هم تر اوسه په دی اړه رسنیوته څه نه دی ویلي.
که څه هم د بغلان ولایت د انتخاباتو د دفتر مسوولانو د دغه کار پړه پر وسله والو طالبانو ور اچولی، خو طالبانو تراوسه په دی اړه څه نه دی ویلي.