آرشیف-English-پښتو-پارسی-دری

لټون

 
 
 
 
 

پاکستاني طالبان، د امریکي ملي امنیت ګواښوي!؟

 

16:10/02:09:2010

د پاکستاني طالبانو ډله چې په رسمې توګه یوه ترهګره ډله بلل شوي، د امریکي دولت په پام کې لري چې پر یاد سازمان نوې بندیزونه ولګوي.

د امریکي د بهرنیو چارو وزیری میرمن هیلری کلینتون ویلي: پاکستاني طالبان، د امریکي ملي امنیت ګواښوي.

نوموړي زیاته کړي: دوی ژمن دی چې د یادی ډلې ځواکمنۍ کمزوری او له منځه یوسی.

د امریکي د عدلېي وزارت هم د پاکستاني طالبانو د تحریک پر مشر حکیم الله مسعود ځینی تورونه لګولی او ویلي: هغه ته باید د عمر بند سزاواورل شي.

د پاکستاني طالبانو تحریک د امریکا د څارګریز سازمان د۷ کار کوونکود وژلو سربیره، دنیویارک په ناکامه بم ایښودنه کې هم پړ ګنل شوي دي.

د پاکستان حکومت هم پر یادی ډلې د بی نظیربوټو د وژنی او په پیښور کې د امریکي پر قونسلګری د برید پړه ور اچولی.