آرشیف-English-پښتو-پارسی-دری

لټون

غږ

--

 
 
 
 
 

دبشري حقونو د څارډلې له ۲۰۱۴ کال نه وروسته د افغانستان د حالاتو په اړه اندیښنه ښودلي ده

جوړونکی: صفی الله عمرخیل

02:02:2012

 

 

د بشري حقونو د څار نړیواله ډله چې مرکز ېې په نیویارک کې دي، دافغانستان په اړه په خپل تازه رپوټ کې په دغه هیواد کې د کمزورې حکومت دارۍ، اداري فساد، د ملکي وګړو مرګ ژوبلې، د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالو او ورته نورو ستونزو په اړه ژوره اندیښنه ښکاره کړي ده.

په یاد رپوټ کې راغلې، له ۲۰۱۴ کال نه وروسته چې ټاکل شوي په افغانستان کې د ناټو ځواکونو پوځي ماموریت پای ته ورسیږي ښایې چې دغه هیواد له ګڼو ننګونو سره مخ شي.

په رپوټ کې د ښځو پر وړاندې د تاتریخوالو پیښوته په نغوتي سره ویل شوي، په افغانستان کې د ښځو او نجونو پر وړاندې تاوتریخوالې هغه ستره ستونزه ده چې په دې وروستیوکې یې زیاتوالي موندلي دي.

د بشري حقونو په اړه د غږ برخه دا اوونۍ د همدې رپوټ ارزونې ته ځانګړی شوي.

دبحث درانه میلمانه دی

۱-دافغانستان دبشري حقونو د خپلواک کمیسیون د سیمه ییز دفتر رئیس ښاغلي شمس الله احمدزي.

۲-د سیاسي چارو کار پوه ښاغلي محمد اسحاق اتمر.