آرشیف-English-پښتو-پارسی-دری

لټون

غږ

--

 
 
 
 
 
 

په ٢٠١٠ کال کې دافغان خبريالانو حالت څه ډول ؤ ؟

جوړونکی : صفی الله عمرخیل

03:01:2011

 

 

ژورناليستان چې خلک له ورځنيو پيښو او واقعیتونو څخه خبروي په افغانستان کې له ستروننګونو سره مخامخ دي.

که څه هم چې په تیرو ۹ کلونو کې دافغان دولت یوه لویه لاس ته راوړنه د وینا آزادۍ او په هیواد کې د ګڼوانځوریزو، غږیزو، چاپی او بریښنايي رسنیو فعالیت بلل کیږي، خو له دی ټولو سره سره لاهم افغان خبریالان له راز رازګواښونو سره مخ دي.

په هغه تازه رپوټ کې چې دافغانستان د آزادو رسنيو د ملاتړ اداري (ني)خپور کړى راغلي: په ٢٠١٠ کال کۍ په ټوليزه توګه په افغانستان کې د خبريالانو پر وړاندي د تاوتريخوالي ٥٨ پيښې ثبت چې دافغان دولت، وسله والومخالفینو او ناڅرګندونو وسله والو کسانو له خوا رامنځ ته شوي دي.

د رپوټ پر بنسټ، په یاده موده کې ۲۲ پیښې د دولت،۷ پیښې د وسله والو طالبانو او ۱۷ نوريي د ناڅرګندو کسانو له خوا رامنځ ته شوي دي.

ویل شوي په ۲۰۱۰ کال کې په افغانستان کې ۴ خبریالان وژل شوي، ۲ ټپیان دي، ۷ خبریالان نیول شوي، ۱۶ وهل ډبول شوي، ۱یرغمل شوي او ۲۸ نو ر ډول ډول ګواښل شوي دي.

خو په رپوټ کې داهم ویل شوي چې په یاده موده کې د خبریالانو پر وړاندي د تاوتریخوالو په پیښو کې د تیر عیسوي کال په پرتله ۳۲ سلمه کموالی هم رامنځ ته شوي دي.

دا چې د افغان خبريالانو پر وړاندې سترې ننګونې کومې دي؟

څنګه شونی ده چې دهغوی پر وړاندي د تاوتریخوالو کچه راټیټه ښي؟

۲۰۱۰ کال افغان ژورنالیستانو ته څه ډول کال ؤ؟

او په ۲۰۱۱ کال کې به له کوموننګونو سره مخ وي؟

د بشري حقونوپه اړه د غږ برخه دا اونۍ دهمدي موضوع ارزونې ته بیله شوي ده.

د دغه بحث درانه میلیمانه دی:

۱-د افغانستان د آزادو رسنیو د ملاتړ (ني)مسوول ښاغلي صدیق الله توحیدي.

۲-دخبریالانو د خپلواکې ټولنې مشرښاغلي رحیم الله سمندر.

۳-د سرنوشت ورځپاڼې مسوول مدیر ښاغلي اسدالله وحیدي.