آرشیف-English-پښتو-پارسی-دری

لټون

غږ

--

 
 
 
 
 
 

د نوامبر ۱۹ د ماشومانو نړیواله ورځ!

جوړونکی : صفی الله عمرخیل

27:11:2010

 

 

د هرې ټولنې نیکمرغي په یوې روښانه راتلونکې پورې اړه لري، ماشومان چې د ټولنې راتلونکې جوړوي په افغانستان کې له سختو ننګونو سره مخامخ دي.

په هغه رپوټ کې چې د نوامبر په ۲۲ نیټه د افغانستان دبشري حقونو د خپلواک کمیسیون له خوا د ماشومانو پر وړاندي د تاوتریخوالو په اړه خپور شو راغلي،

د روان هجري لمریز کال د لومړیو ۶ میاشتو په اوږدو کې د جنسی تیریو کچه ۲۰ سلمه لوړه چې دتیرکال په پرتله ورکې دانديښنې وړزیاتوالې رامنځ ته شوی دي. په یاده موده کې په هیوادکې د جنګ جګړو د دوام په سبب، د وسله والو نښتو،

بریدونو او بمې چاودنو له امله څه دپاسه ۲۰۰ ماشومانو خپل ژوند له لاسه ورکړي.

د دې په خواکې ګڼ شمیر ماشومان په درنوکارونو بوخت دي.

رپوټ وړاندی کاږې چې ۲۰ سلمه ماشومان د بیلا بیلو لاملونو په سبب، له زده کړو څخه بې برخې پاتې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د نوامبر ۱۹ یاني د ماشومانو نړیواله ورځ هر کال دنړۍ په څه دپاسه ۱۱۳ هیوادو کې د ۴۷۳ هغو بنسټونو له خوالمانځل کیږي چې د ماشومانو د حقونو د ملاتړ په برخه کې کار کوي.

په افغانستان کې هم دنوامبر په ۲۴ نیټه د ماشومانو پر وړاندې د تاوتریخوالي او ناوړه ګټې اخیستنې دمخنیوي په موخه کمپاین تر سره شو.

دا چې دافغان ماشومانو پر وړاندې پرتې سترې ستونزې کومې دی؟
د دغو ستونزو اصلي لاملونه څه دي؟

څه باید وشی ترڅو دماشومانو حقونه خوندي شي ؟

په دې اړه افغان حکومت او ولس څه مسوولیت لري؟

دا اونۍ دبشری حقونوپه اړه دغږبرخه همدي موضوع ارزونی ته بیله شوي.

ددغه بحث درانه میلمانه دی:

۱-دافغانستان دبشری حقونو د خپلواک کمیسیون په استازولي (اغلې عفیفه معروف)

۲- د سبا خپرندویه ټولنې د کمپاینونو مسوول (محمدرحیم جامی)

۳- آزادشنونکې (لعل الدین آریوبی)