آرشیف-English-پښتو-پارسی-دری

لټون

غږ

--

 
 
 
 
 
 

په ٢٠١٠ کال کې د ملکي وګړو مرګ ژوبله او په روان کال کې د دوي پر وړاندې پرتې ننګونې

جوړونکی : صفی الله عمرخیل

01:02:2011

 

 

د خپرو شویو شمیرو پر بنسټ، په ۲۰۱۰ کال کې هم په افغانستان کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې کچه لوړه وه.

د رپوټونو له مخې، په یاده موده کې څه د پاسه ۲ زره ملکي وګړي وژل شوي، په سلګونو ټپیان او یو شمیر نور بیا د جنګ جګړو په سبب، د خپلو کورونو پریښو دوته اړ شوي دي.

د ملي دفاع وزارت اعلان کړی چې په ۲۰۱۰ کال کې د ملي اردو څه د پاسه ۸۰۰ پوځيان وژل شوي دي، نړیوالو ځواکونو بیا په یاده موده کې د خپلو کابو۷۰۰ سرتیرو د وژل کیدو خبر ورکړي چې زیاتره يي امریکايي پوځیان ؤ. د کورنیو چارو وزارت بیاویلي: د۲۰۱۰ کال په اوږدو کې د ۱۲۰۰ پولیس ځواکونو د وژل کیدو سر بیره ددولت څه د پاسه ۵ زره وسله وال مخالفین هم وژل شوي دي.

په دی وروستیو کې دیوه دولتي پلاوي دموندنوله مخې، یوازی په کندهار ولایت کې د (امید) په نامه دپوځي عملیاتو په پایله کې ملکي وګړوته کابو ۱۰۰ میلیون ډالر زیان رسیدلی دي.

دا چې ۲۰۱۰ کال ملکي افغانانو ته څه ډول کال ؤ؟

په ۲۰۱۱ کال کې به د ملکي وګړو ستره ستونزه څه وي؟

د بشري حقونوپه اړه دغږ برخه دا اونۍ همدي موضوع ارزونی ته بیله شوي.

ددغه بحث درانه میلمانه دی:

۱-دولسي جرګې غړې آغلې شینکی زهین کړوخیل.

۲- د حقوقي چارو کارپوه ښاغلي محمداجمل هوډمن.

۳- د افغانستان دبشري حقونو د خپلواک کمیسیون د ځانګړو څیړنو مسوول ښاغلي قیس باوری.