آرشیف-English-پښتو-پارسی-دری

لټون

غږ

--

 
 
 
 
 
 

په افغانستان کې د پوهنې بهير څه ډول روان دي؟

جوړونکی : صفی الله عمرخیل

08:02:2011

 

 

څه باندې درې لسيزې کيږي، چې په افغانستان کې د جنګ جکړو له امله، د ښووني او روزني بهير ته هم سخت زيان ورسيد، په دغه موده کې دزده کړو چارې له ګڼو ستونزو سره مخ شوي، خو په هیوادکې دنوی سیاسي حالت په رامنځ ته کیدو سره د ښووني او روزني بهیر هم وروورو مخ په غوړیدوشو، خو د لږ وخت په تيريدوسره دغه بهير ټکنى، اويوځل بيا د جنګ جګړو، له امله د هيواد په بيلا بيلو برخو کې يو شمير ښوونځي وتړل شول، او په لسګونو زره زده کوونکي له زده کړو څخه بې برخې چې دغه حالت له څو کلونو راهیسي دوام لري.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې دافغانستان د پوهنې وزارت خبر ورکړي چې ښايي نورنو وسله وال طالبان د ښوونځیو د تړل کیدو او په ځانګړی توګه د نجونو له زده کړو سره مخالفت ونه کړي. د پوهنې وزير ښاغلي فاروق وردګ په دې اړه په لندن کې ویلي: ښايي نورنو د دولت وسله وال مخالفین دپوهنې له بهیر سره مخالفت ونه کړي.

د پوهنې وزارت په وینا د تیر یوه کال په اوږدو کې د هیواد په بیلا بیلو سیمو کې کابو۴۰۰ ښوونځي بیرته پرانیستل شوي چې ورکې څه دپاسه ۲۰۰ زرو نجونو او هلکانو بیرته خپلې زده کړې پیل کړي دي.

خو لاهم په ناکراره کندهار، هلمند، زابل او ارزګان ولایتونو کې شاوخواه ۶۵۰ ښوونځي تړلې پاتي دي.

داچې اوس مهال په هیوادکې د پوهنې بهیر څه ډول روان دي؟

د تړل شویو ښوونځیو د بیا پرانیستي له پاره بایدڅه وشي؟

دبشري حقونو په اړه دغږ برخه دا اونۍ دهمدي موضوع ارزونې ته بیله شوي.

ددغه بحث درانه میلمانه دي:

۱-دافغانستان دبشري حقونو خپلواک کمیسیون د مرکزي دفتر رئیس ښاغلي شمس الله احمدزی.

۲-د افغانستان د علومو اکاډمۍ علمي غړی ښاغلي شرف الدین عظیمي.

۳-د پوهنې وزارت دتخنیکي او مسلکي زده کړومعین ښاغلي محمدآصف ننګ.