
|
|
-- |
|
![]() |
|
په افغانستان کې دميرمنو حالت څه ډول دي ؟
جوړونکی : صفی الله عمرخیل
16:03:2011
دمارچ اتمه چې دښځو نړيواله ورځ ده اودغه ورځ هرکال دافغانستان په ګډون دنړي په يو شمير هيوادونو کې لمانځل کيږي دغه ورځ دتيرې سه شيبې په ورځ په افغانستان کې هم ولمانځل شوه.
په هيوداکې دغه ورځ په داسې حال کې لمانځل کيږي چې لاهم ميرمنې دټولنيزو کلتوري ،فرهنګې اوقتصادي ستونزو سره مخامخ دي ، په هغه غونډه کې چې دتيرې يک شنبې په ورځ دښځو دنړيوالې ورځې په وياړ جوړه شوې وه .
دافغانستان دعامې روغتيا ځاى ناستې وزيرې ميرمن ثريا دليل وويل: زده کړې ته نه لاس رسى، کورنى تاوتريخوالى او د ټولنې ناوړه دودونه هغه څه دې چې دميرمنو ژوند ګواښوي داغلې دليل په وينا په افغانستان کې په هر نيم ساعت کې يوه مورژوند له لاسه ورکوي.
کورنى تاوتريخوالى په بدوکې دميرمنوورکړه، دټولنې ناوړه دودونه، جنسي تيري، زده کړو ته نه لاس رسى،اوکلتوري ستونزې هغه څه دي چې ميرمنې يي له ننګونو سره مخامخ کړي دي.
دهيواد په بيلابيلو برخوکې دکورني تاوتريخوالي له امله يوشمير ميرمني په ځان سوزونه اوځان وژنه لاس پوري کوي، تيره اونى په جوزجان ولايت کې يوى ځوانې نجلى خپل ځان غرغره کړه څه موده وړاندې دافغانستان د بشري حقونو خپلواکميسون له عدلي او قضايي بنسټونو څخه په کنړولايت کې په ١٧کلنه نجلي دجنسي تير دپيښې دڅيړنې غوښتنه وکړه.
هرکال په افغانستان کې دښځو په وړاندې دتاوتريخوالي په زرګونې پيښي رامنځ ته کيږي دښځو چارو دوزارت په وينا په روان لمريزکال دتاوتريخوالي نيږدي ٣٤٠٠ پيشې ثبت شوي دي
داچې دښځو په وړاندى اساسي ستونزې کومې دي، څه بايد وشي چې ميرمني خپل حقوق ترلاسه کړي.
دا او نورې پوښتنې به دنن ورځې په بحث کې له خپلو درنو ميلمنو سره مطرح کړو په ستيديوکې راسره ميلمانه دي په ولسي جرګه کې دخلکو استازې تورپيکۍ پتمن ، دښځو دشبکې جوړونکې، اغلې پلوشه حسن، او د ټيلفون په ليکه راسره دښځو چارو څخه دميرمنو دحقونو دڅارغړې اغلې ناجيه فيضي را سره دټيلفون په ليکه ده خپلو درنو ميلمنو ته هرکلى وايم.