
|
|
-- |
|
![]() |
|
په تیر ۱۳۸۹ کال کې د بشري حقونو د خپلواک کمیسون فعالیتونه او ستونزې
جوړونکی : صفی الله عمرخیل
25:03:2011
څه باندې درې لسیزې کیږی چی افغانان د جنګ جګړو ناخوالو بیوزلۍ او ډول ډول نورو ستونزو تر سیوری لاندی ژوند کوی.
تیر۱۳۸۹ کال هم په افغانانو باندی په داسی حال کی تیرشو، چی هیوادی ډول ډول ټولنزو ناخوالو شاهدوه، په تیر ۱۳۸۹ کال کی د هیوادپه بیلا بیلو برخو کی په سلګونو ملکی وګړوخپل ژوند له لاسه ورکړ، په زرګونور ټپیان او یو شمیر هیوادوال د جنګ جګړو او ناامنیو له ویری ګاونډویو ولایتونو او یا هم نسبا خوندی سیموته ګډوال شول، ددی ترڅنګ تیرکال دښځو، ماشومانو معیوبینو معلولینو په وړاندی هم دتاوتریخوالي شاهدوه.
د افغانستان د بشری حقونو خپلواک کمیسون چی په افغانستان کی د بشر د حقونو لپاره کارکوی، او دغه کمیسون دټولوهغو بشری سرغړونو او دی ته ورته په ټولنه کی د پرتو بشری ستونزو دله منځه وړلو لپاره هلې ځلې کوی، په تیرکال کی به ددغه کمیسوپه لاسته لاروړنو، ستونزو او د بشری حقونو په وړاندې سترو پرتو ننګونو بحث وکړو، دا چې تیرکال دبشری حقونو دکمیسون له لیدلوری څه ډول کال وه، په تیرکال د دغه کمیسون لاسته روړنې او ستونزی څه وې ۱۳۸۹ کال نورو تیرو کلونو سره څه توپیردرلود؟
دا او نوری پوښتنی به دنن ورخې په بخث کی له خپلو درنو میلمنو سره مطرح کړو.
په سټډیوکی راسره میلمانه دی دافغانستان دبشری حقون د خپلواک کمیسون دساحوی دفتر مشر ښاغلی شمس الله احمدزی، اوهمدارنکه ددغه کمیسون د میرنو د څانګې مرستیاله اغلې عادله امرخیل، او همدارنګه د ټلیفون په لیکه راسره، په ولسی جرګه کې د خلکو استازې اغلې سایمه خوګیانې ده.