
|
|
-- |
|
![]() |
|
په هيواد کې دپوهنې دبهير پر وړاندې شته ستونزې او لاسته راوړنې
جوړونکی: صفی الله عمرخیل
16:05:2011
دنوى ښوونيز کال له پيليدو سره جوخت، دافغانستان په بيلابيلو برخو کې د جنګ جګړو لمن هم پراخه شوې ده، جګړه او ناامني د ژوندانه په ټولو چارو ژورې اغيزې کوي چې د نورو ترڅنګ يي دښونې اوروزني پر بهير هم ناوړه اغیز کړي دي.
که څه هم چې د امهال په ټول هيواد کې د ۸ ميلیونو په شاوخواکې زده کوونکي په زده کړه بوخت دي، خو بيا هم په يو شمير ناامنو سيمو کې د زرګونو زده کوونکو پرمخ دښوونځي دروازې تړلي، او د زده کړو له نعمت څخه بې برخې پاتي دي.
دپوهنې وزارت وايي: دتيرکال په اوږدوکې يي څه دپاسه ٤٠٠ ښوونځي پرانیستلي او د پاتو نورو د پرانیستلو په موخه هڅې رواني دي.
خو پوښتنه داده چې د هيواد په بيلا بيلو برخو کې د يو شمير ښوونځيو د روازې ولې او چاتړلي دي؟
داچې په روان ښوونیزکال کې به دپوهنې بهير څه ډول روان وي؟
تردې دمه دپوهنې وزارت لاس ته راوړنې او د دغه وزارت په وړاندې ستونزې څه دي ؟
د زرګونو هغو ماشومانو برخليک به څه وي، چې پرمخ يي د ښوونځيو دروازې تړل شوي دي؟
د بشري حقونو په اړه دغږبرخه دا اوونۍ همدي موضوع ارزونې ته بیله شوي ده.
د خپروني درانه میلمانه دي:
۱-دپوهنې وزارت ویاند ښاغلي عبدالصبور غفراني.
۲-په ولسي جرګه د خلکو استازي ډاکتر عصمت الله شینواری.
۳-د حقوقي چارو کارپوه ښاغلي محمداجمل هودمن.