آرشیف-English-پښتو-پارسی-دری

لټون

غږ

--

 
 
 
 
 
 

ټولګټې پروژې دولس ملکیت بلل کيږي

جوړونکی: صفی الله عمرخیل

30:05:2011

 

 

په افغانستان کې د روان لمريز کال له پيليدو سره سم جنګ جګړوهم زور اخيستى دي، چې زياتره بلهاریان يي ملکي وګړي دي، په دې ورستيو کې په ټولګټو پروژو هم ددولت دوسله والو مخالفینو بریدونه زیات شوي دي.

تيره چارشنبې دپکتيا ولايت په وزى ځدراڼو ولسوالۍ کې دسرک جوړونې دیوې کمپنۍ پرکارکوونکودوسله والویاغیانو د برید په سبب، شاوخوا ۳۵ کارګران مړه،۲۰ ټپیان اوګڼ شمیر نور ترې تم شول.

تردې وروسته د کندهار ولایت په پنجوايي ولسوالۍ کې دسړک جوړونې د کارکوونکو یو موتړ د سړک پرغاړه په ځای پرځای شوي ماین ور برابر چې له امله يي دسړک جوړونې کابو۵۰ کارګران مړه او ټپیان شول.

په هره ټولنه کې ملکي تاسیسات د خلکو دهوساينې له پاره جوړيږي ترڅو؛ دعامووګړو دژوندانه په چاروکې اسانتيا رامنځ ته کړي، ټولګټي بنسټونه لکه: ښوونځي، روغتونونه ،سړکونه،د اوبو بندونه اوداسي نور د ولس ملکیت بلل کیږي چې په ورځنیوچاروکې ورته کلکه اړتیالري.

داچې پر ملکي بنسټونو دبريدونو لاملونه څه دي؟

د ټولګټو پروژو د کارکوونکو وژنه څومره ستربشري ناورین بلل کیږي؟

اوڅه بايد وشي ترڅو؛ په راتلونکي کې دټولګتو پروژو او ملکي کارګرانو مرګ ژوبلې ته دپاى ټکى کيښودل شي؟

دبشري حقونوپه اړه دغږبرخه دا اوونۍ دهمدي موضوع ارزونې ته بیله شوي.

په بحث کې راسره ميلمانه دي.

۱-په ولسي جرګه کې دپکتیاولایت استازي ګل پاچامجیدي.

۲- دافغانستان دبشري حقونو دخپلواک کميسون دسرغړونې اوڅارنې د څانګې مشر محمد منیر خاشعی.

۳ـ په مشرانو جرګه کې دکندهار ولایت استازي آغلې رڼا ترین.