
|
|
-- |
|
![]() |
|
د دسامبر ۳ د معلولیت لرونکو کسانو نړیواله ورځ
جوړونکی: صفی الله عمرخیل
12:12:2011
د دسامبر۳ د معلولیت لرونکو کسانو له نړیوالۍ ورځې سره سمون لري.
یاده ورځ د ملګرو ملتونو د سازمان له خوا د معلولیت لرونکو کسانو د نړیوالۍ ورځې په نوم نومول شوي چې هر کال په ګڼ یو شمیر هیوادونو کې لمانځل کیږي.
په افغانستان کې د سلګونو زرو معلولیت لرونکو انسانانو شتون د څه باندې ۳ لسیزو جنګ جګړو هغه ناوړه پایله ده چې ګڼ شمیر افغانان ورسره مخامخ دي.
اوس مهال په ټول هیواد کې په سلګونو زره معلولیت لرونکې شته کسان له ګڼو ستونزو سره لاس اوګریوان دي، د معلولیت لرونکوکسانوله پاره دزده کړو او کاري پرګرامونو په برخه کې د ځانګړو کړن لارو جوړول کولای شي د هغوی په ورځنیو چارو کې مثبت بدلون رامنځ ته کړي.
که څه هم چې په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ له ړنګیدو راهیسي افغان دولت او د خیر ښیګڼې نړیوالو بنسټونو د یادو کسانو د ستونزو د اوارولو په موخه څه ناسه ګامونه او چت کړي، خو ویل کیږي چې بسنه نه کوي او د ټولنې یاد پاړکۍ لاهم له راز راز ستونزو سره لاس او ګریوان دي.
داچې دمګړۍ معلولیت لرونکې کسان له کوموننګونوسره مخ دي؟
څه بایدوشي ترڅو؛د هغوی په ژوندانه کې څه ناسه مثبت بدلونونه رامنځ ته شي؟
افغان دولت او نړیوالو ټولنو تر اوسه په دې برخه کې کومي کړنې ترسره کړي دي؟
د بشري حقونوپه اړه دغږبرخه دا اوونۍ دهمدې موضوع ارزونې ته بیله شوي.
ددغه بحث درانه میلمانه دي:
۱- د کار، ټولنیزو، شهیدانو او معلولینو د چارو وزارت سلاکار ښاغلي محمدرفیق کوهستاني.
۲-د معلولیت لرونکو کسانو له پاره د وړتیا او پرمختګ په نوم دمؤسسې رئیس ښاغلي عمراخان منیب.
۳- په مشرانوجرګه کې د معلولینو او معیوبینو د چارو جرګه ګې غړې آغلې نفیسه سلطاني.